افغانستانخبرونه

 د اوبو رسولو شبکې چارې بشپړې شوې

د پروان د کليو د بيا رغونې او پراختيا رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت په شينوارو ولسوالۍ کې د نږدې ۳ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو د يوې شبکې چارې بشپړې شوې دي.

د ياد ولايت د کليو د بيا رغونې او پراختيا رئيس ملا عبدالصمد صادق د باخترآژانس خبريال ته ويلي، چې د شينوارو ولسوالۍ په چناردره سيمه کې د يونيسف په مالي ملاتړ د ۲ ميليونه ۷۷۰ زره افغانيو په لګښت د اوبو رسولو يوه شبکه چې په کې د ۴ زره ۶۰۶ مترو په اوږدوالي د پايپ لاين غځول، د ۲۰ مترو مکعبو په وړتيا د اوبو زېرمه او ۲۳ نلکې په کې شاملې دي.هېره دې نه وي چې د يادې شبکې پرمټ د سيمې ۱۲۸ کورنيو ته د پاکو اوبو اسانتياوې برابرې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *