
د اوبو او انرژۍ وزارت د اوبو معين مجيب الرحمن عمر آخند زاده د اوبو معينيت اړوند د کيفيت د کنټرول رياست د کاري بهير د څارنې او ارزونې په موخه له ياد رياسته ليدنه وکړه.په دغه ليدنه کې د اوبو معين د کيفيت کنټرول رياست اړوند پروژو د اسنادو برررسي، د ډيتابيس جوړولو او د چارو په ښه شکل تنظيم ټينګار وکړ.همدا راز د ياد معينيت د کيفيت د کنټرول رئيس د اسنادو سکن کولو په موخه د عمومي سرور د جوړلو غوښتنه وکړه، تر څو د اړتيا په وخت ورته په آسانه لاسرسی ومومي او د اسنادو د ورکېدو خطر هم له منځه ولاړ شي.هېره دې نه وي، چې د اوبو معيينت اړوند رياستونو د څارنې او ليدنې بهير به دوام ولري.