
که څه هم تر دې وړاندې د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټيکنالوژۍ وزارت خبر ورکړی و، چې له مخابراتي شرکتونو سره په همغږۍ او ګډ کار سره به په هېواد کې د انټرنيټ بيې راټيټې او کيفيت به يې لوړ کړي، خو ښکاري ،چې لاهم دغه ژمنې نه دي عملي شوې.د انټرنيټي کڅوړو لوړ قيمت او ټيټ کيفيت ګڼ شمېر هېوادوال له ستونزو سره مخ کړي او غوښتنه کوي چې مسئول چارواکي بايد ژر تر ژره ياده ستونزه حل کړي.د کابل اوسېدونکی ضياءالحق زرياب وايي ،چې د انټرنټ د بيو له لوړېدو سره سره بيا هم د انټرنټي کڅوړو کيفيت نه دی ښه شوی.(( زه په افغانستان کې له انټرنيټ څخه هېڅ خوښ نه يم، لومړي دا چې د انټرنټ کيفيت خراب او د کابل په ګډون په ډېرو سيمو کې ۲جي کار کوي، دوهم دا چې د نورو هېوادونو په پرتله دلته د انټرنټ بيې څو چنده لوړې دی.))د محمد په نامه يو بل هېوادوال بيا وايي: (( په افغانستان کې انټرنيټ دومره خراب دی، چې استعمالول يې يوازې د وخت ضايع کول دي، کله چې يو پيغام هم لېږو، په ډېر ځنډ رسېږي، نو ځکه له ډېرو ستونزو سره مخ شوی يوو.بل لورته د يو شمېر مخابراتي شبکو مسئولين وايي: د انټرنټي کڅوړو بيې يې د پخوا په پرتله کمې شوې او کيفيت يې هم ښه شوی دی.د (( ام ټي ان)) مخابراتي شبکې يو مسئول امان الله خان الکوزي وايي:(( تر دې وړاندې د يو جي بي انټرنټ قيمت ۲۹۹ افغانۍ و، خو اوس ۱۱۰ افغانۍ ته راښکته شوی، د کيفيت په برخه کې ځينې ستونزې شته، خو د حل کولو لپاره يې لاس په کار شوي يوو.))په رپورټ کې هڅه شوې،چې په دې اړه د مخابراتو او ټيکنالوژۍ وزارت نظر هم ولرې، خو بريالې شوي نه دي.