افغانستانخبرونه

د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر وزارت:  رسنۍ دې د ټولنې او ځوان نسل په اصلاح کې ونډه واخلي

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزير شيخ محمد خالد الحنفي او د ياد وزارت يو شمېر لوړ رتبه چارواکو د هېواد له مبصرينو، د امارتي ادارو له وياندويانو او د شخصي رسنيو له استازو سره د همغږۍ او همکارۍ په پار ناسته کړې.ناسته کې شيخ محمد خالد الحنفي د هيواد له مبصرينو او د رسنيو د استازو له همکارۍ چې له ياد وزارت سره يې ترسره کړې مننه کړې او ويلي يي دي: زموږ او تاسو ټولو ګډ مسئوليت دی ،چې د غرب د شومو پلانونو په وړاندې مبارزه وکړو او پرې نه ږدو چې  اسلامي نظام مو تخريب او ځوان نسل مو ګمراه کړي.نوموړي زياته کړې: رسنۍ د منبر او محراب حيثيت لري، لکه څرنګه چې علماء له منبر او محراب څخه د ټولنې اصلاح کوي؛ رسنۍ هم بايد د خپلو خپرونو له لارې د ټولنې او ځوان نسل په اصلاح کې خپله ونډه واخلي او ټولنې ته داسې څه وړاندې کړي چې نوي نسل مو پر اسلامي او افغاني فرهنګ سمبال وروزل شي او همداراز دې د داسې څه له نشرولو څخه ډډه وکړي ، چې له اسلامي شريعت او افغاني کلتور سره په ټکر کې وي.

نوموړي دغه راز له ټولو ګډونوالو غوښتي، چې خپله هره غوښتنه، د اصلاح په موخه نيوکې او غوښتنې ورسره شريکې کړي، تر څو يي په ګډه د حل لاره پيدا او ستونزو ته يې د پای ټکي کېږدي.

د غونډې ګډونوالو خپلې ستونزې، غوښتنې او پيشنهادونه ورسره شريک کړي او د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکايتونو اورېدلو وزارت کړنې چې هر وخت يې د هيواد له مطرحو څېرو سره د ستونزو د حل او همکارۍ په موخه ترسره کوي، د ستايلو وړ بللي او زياته کړې يې ده، دغسي ناستې د ولس او مسئولينو ترمنځ فاصلې له منځه وړي او ستونزو ته د حل لاره پيدا کوي.

ياد وزارت له دې وړاندې هم وخت په وخت د هېواد له نامتو څېرو او د رسنيو له استازو سره د همکارۍ او هماهنګۍ په پار ناستې کړي، ترڅو د هغوی له لاري ستونزې له نږدې واوري او د حل په موخه يې ژر تر ژره اقدام وکړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *