
د امريکا ولسمشر جو بايډن د اوکراين جگړې د يو کال پوره کېدو په درشل کې دې هېواد ته سفر کړی او پلازمېنې کيېف کې يې د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي سره کتلي دي. بايډن پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي ،چې تېر کال کله چې پوتين پر اوکراين بريد وکړ، فکر يې کاوه ،چې اوکراين يو کمزوری هېواد دی او غرب ويشل شوي خو د بايډن په وينا، پوتين په غلطه و. سپينې ماڼۍ ويلي ،چې بايډن به پر روسيې نور بنديزونه ولګوي او د اوکراين لپاره د توپچي مهماتو، زغره والو ضد سيستمونو او د هوايي څارنې رادار په ګډون به پوځي ملاتړ اعلان کړي. اوکراين ته د امريکا ولسمشر جو بايډن د سفر سره هممهاله د دې هېواد په ټولو برخو د هوايي بريد خبرداري ورکړل شوي دي.