افغانستانخبرونه

د امريکا د وروستۍ پرېکړې په اړ د بهرنيو چارو وزارت غبرګون وښود

د افغانستان داسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت د امريکا د متحدو ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت وروستۍ اعلاميه، چې په کې ويل شوي د اسلامي امارت پر ځينو نورو مشرانو د ويزو محدوديتونه لګوي، د دواړو لوريو ترمنځ اړيکو کې د پرمختګ په وړاندې خنډ بولي.اسلامي امارت د يوه مسئول حکومت په توګه د خپلو خلکو ټولو هغو حقونو ته ژمن دی، چې د اسلام مبارک دين، افغان منل شوي دودونه او د وخت اړتياوې يې ايجابوي. د بهرنيو چارو وزارت غواړي متحده ايالتونو ته ورياده کړي، چې د افغانستان حکومت له ټولو مالي او بانکي بنديزونو سره سره هڅه کوي چې خپلو خلکو ته د مرفه ژوند شرايط برابر کړي.د افغانستان پر مالي او بانکي نظام د نامشروع بنديزونو ادامه د افغان ولس د بشري حقونو صريح نقض دی او د زده‌کړو او روغتيا په ګډون د مرفه ژوند ګڼو برخو ته د افغان ولس لاسرسي محدودوي. ‏متحده ايالتونه بايد د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او په عملي کولو سره يې ښکاره کړي ،چې د امريکا له حکومت سره شوي حقوقي اسناد او ژمنې د اعتبار وړ دي. د افغانستان حکومت چمتو دی چې له متحده ايالتونو سره پر ټولو د اختلاف وړ مسايلو بحث وکړي.د افغانستان حکومت د امريکا وروستۍ پريکړه غندي او يو وار بيا ټينګار کوي ،‏چې‌ د اختلاف وړ ټکي بايد د ديپلوماتيکو چاينلونو او مثبتو ګامونو له لارې حل شي. زموږ دوه اړخيزو اړيکو ښودلې ده چې فشارونه د مسايلو په اواري کې مرسته نه شي کولای.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *