افغانستانخبرونه

د امارتي ځمکو د وېش، پلورنې او انتقال د ممنوعيت په هکله د عاليقدر اميرالمؤمنين حفظه الله فرمان:

لومړۍ ماده:
د امارتي ((سلطاني)) ځمکو وېش پلورنه د اميرالمؤمنين (حفظه الله) له فرمان پرته منع دي. وزارتونه، امارتي ادارې او ښاروالۍ نه شي کولای، يادې ځمکې په حقيقي او حکمي اشخاصو ووېشي او يا يې وپلوري.
دويمه ماده:
وزارتونو، امارتي ادارو او ښارواليو ته د امارتي (سلطاني) ځمکو انتقال د اميرالمؤمنين حفظه الله له فرمان پرته منع دي، د اړتيا پر مهال د يادو ځمکو انتقال د فرمان پر اساس صورت مومي.
درېيمه ماده:
دغه فرمان د توشيح له نېټې نافذ او په رسمي جريده کې دې خپور شي.
اميرالمؤمنين شېخ القرآن والحديث مولوي هبة الله اخندزاده

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *