افغانستانخبرونه

د امارتي شرکتونو خپلواکه اداره: تېرو څه باندې دوو کلونو کې مو زياتې کارخونې رغولې دي

د امارتي شرکتونو خپلواکه اداره وايي: د اسلامي امارت په بيا واکمنېدو سره زيات شمېر هغه کارخونې په اساسي ډول بېرته رغول شوي او فعاليت يې پيل کړی، چې د څو لسيزو ناورينونو او کورنيو جګړو له امله ويجاړې شوې وې.دغه‌راز د بشپړو له منځه تلليو کارخونو د بيا جوړولو په اړه يې ډاډ ورکړی دی.د يادې ادارې مسئولين زياتوي؛ اوس‌مهال حکومت د کورنيو توليداتو د ودې په موخه د فابريکو د بيا رغولو برخې ته پاملرنه زياته کړې، چې د امارتي شرکتونو ادارې له لوري به يې کارونه لاچټک شي.د اقتصادي چارو شنونکي دا اقدام ستايي او وايي، چې د دولتي شرکتونو او فابريکو په فعالېدو سره به ګڼو خلکو ته د کار زمينه برابره او د کورنيو توليداتو کچه به ورسره لوړه شي.د يادونې وړ ده، چې د اسلامي امارت په بيا واکمنيدو سره د زيات شمېر دولتي فابريکو د بيارغونې ترڅنګ، ګڼو کورنيو او بهرنيو شرکتونو ته د پانګونې زمينه هم برابره شوې ده.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *