
د رياستالوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ، د اقتصادي کمېسيون نوبتي غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې جوړه شوه.د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي ،چې په دغه غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ، د ترانسپورتي ستونزو د حل په موخه جوړه شوې کمېټه دې د ترانسپورت په سکتور کې شته ستونزې وڅېړي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي. دغه راز غونډې د بې اسنادو موټرو د ګمرکي محصول بهير او د اړوندو چارو وخت د شته کړنلارې پر اساس د ۱۴۰۲ ل کال تر پايه تمديد کړی دی. همدارنګه، په غونډه کې پرېکړه شوې چې د کانونو او پټروليم وزارت د غور د سرب او جستو کان داوطلبۍ اړوند کلي راپور او د تصميم نيونې معيارونه د رياستالوزراء له اقتصادي معاونيت او د اقتصادي کمېسيون له غړو وزارتونو سره شريک کړي،چې د وروستي تصميم نيونې په موخه له هر اړخيزې ارزونې وروسته د اقتصادي کمېسيون په بله غونډه کې پرېکړه وشي. همدا راز د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د نوري فايبر لين په کرايه او اجارې ورکولو د اقتصادي طرحې په اړه له هر اړخيز بحث وروسته پرېکړه شوې، چې د اقتصاد وزارت په مشرۍ د افغانستان برېښنا شرکت، مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت او افغان تيلي کام شرکت استازي دې د نوري فايبر موضوع وڅېړي او راپور يې دې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت ته وړاندې کړي. د غونډې په پای کې، د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې د نوي کابل ښار جوړولو اړوند هغه ودانيزې پروژې چې ځمکې يې د قبالو د تضمين په شان د تصفيې قانوني اسناد ولري، د کور او ښار جوړولو وزارت کولای شي ،چې د دا ډول پروژو او چارو اړوند اسناد د منظورۍ په موخه په مقطعي ډول اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي او له منظورۍ وروسته ته دې په عملي توګه خلکو ته د کار اجازه ورکړي.