
د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر آخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسيون فوق العاده غونډه په مرمرينه ماڼۍ کې ترسره او له اجنډا سره سم پر ټاکل شويو موضوعاتو بحث وشو. په غونډه کې پرېکړه وشوه ،چې د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت دې د ماليې وزارت او نورو اړوندو ادارو سره کار وکړي او د افغانستان برېښنا شرکت له خوا د وړانديز شويو پروژو (له شبرغان څخه تر الوان دښتې او له الوان دښتې د کابل تر ارغندۍ پورې د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا د لېږد مزي او په الوان دښته او ارغندۍ کې د سب سټېشن) د پاتې کارونو د بشپړېدو لپاره د تمويل سرچينې وڅېړي او خپلې موندنې دې د اجراءاتو په موخه د لسو ورځو په موده کې اقتصادي معاونيت ته وړاندې کړي څو له هغه وروسته يې په بېړنۍ توګه چارې پيل او تر راتلونکي ژمي بشپړې شي. همدارنګه د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د استازي په ګډون، له اقتصاد، کور او ښار جوړولو، اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو، د ملي پراختيا شرکت او کابل ښاروالۍ جوړې شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه ،چې د ښاري طراحي اصولو ته په کتو دې د کابل ښار په لومړۍ ناحيه کې له چوکه تر پښتون مارکېټ پورې اړوندې ځمکې بېلابېل اړخونه وڅېړي او خپل راپور دې د وروستي تصميم په موخه، اقتصادي کمېسيون ته وړاندې کړي. همدا ډول په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کندوز ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰۰۰ جريبه شاړې ځمکې اړوند دې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت په مشرۍ له اوبو او انرژۍ، صنعت او سوداګرۍ وزارتونو جوړه شوې کمېټه دې له يادې سيمې ليدنه وکړي، د خلکو غوښتنو ته په کتو دې د قضيې اړخونه وڅېړي او د ځمکې د اجارې، د قرارداد مودې په اړه دې خپل نظرونه له اقتصادي کمېسيون سره شريک کړي. د غونډې په پای کې د بلخ ولايت د ۸ انکشافي شوراګانو د حسابونو په اړه ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې په وزارتونو او نورو ارګانونو کې د يادو شوراګانو د طلباتو او تضميناتو د ورکړې او له دغو شوراګانو سره د دولت د پاتې اجناسو په برخه کې دې اجراءات ترسره کړي.