افغانستانخبرونه

د افغانيو د ارزښت ساتنې اوثبات هڅې دوام لري

د افغانستان بانک وايي چې نن ((دوشنبه )) د کب مياشتې په ۲۹مه نېټه به ((۱۵)) ميليونه امريکايي ډالر د ليلام په توګه بازار ته وړاندې کوي.د افغانستان بانک پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، چې د ((افغانۍ)) ارزښت ساتنې او ثبات لپاره به راتلونکې ((۱۵)) ميليونه امريکايي ډالر ليلام کړي.دغه بانک له ټولو خصوصي بانکونو او پر شرايطو برابر د پولي خدمتونو او صرافيو شرکتونو څخه غوښتنه کړې ،چې دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.د افغانستان بانک ويلي ،چې د داوطلبۍ ګټونکي بايد خپل ټول حسابونه د ليلام د ورځې تر پايه تصفيه کړي.د افغانستان بانک ليکلي: ((د اسعارو د ليلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټوونکي د خپل ذمت د قيمت پيسې په يو ځل په نغد ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.))د افغانستان بانک له دې وړاندې هم د افغانيو ارزښت ساتنې او ثبات لپاره ميليونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې د ليلام په توګه بازار ته وړاندې کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *