افغانستانخبرونه

د افغانيو ترویج کمپاين وستایل شو وشو

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د هيواد په بازارونو کې د افغانيو د دودولو په موخه د افغانستان بانک له اقدامه هرکلي کوي. د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه راز د نويو بانک نوټونو چاپېدل او د زړو پيسو د راټولولو لپاره بازار ته د هغو وړاندې کېدل، يو ګټور ګام ګڼي. د دې خونې د دارالنشا رئيس زياتوي، چې دغه پيسې د نړۍ د يوې مشهورې کمپنۍ له لوري چاپ شوي او ډېره برخه يې افغانستان ته رالېږدول شوې ده. که څه هم د افغانستان بانک د افغان حکومت د چارواکو په لاسليک سره د نويو بانک نوټونو د چاپ په تړاو څه نه دي ويلي، خو دغه نوې چاپ شوې پيسې د دغه بانک له خوا د هيواد بازارونو ته را ايستل شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *