افغانستانخبرونه

د افغانستان طبي شورا کندهار کې فعاليت پيلوي

د افغانستان د طبي شورا رئيس ډاکټر ګل‌محمد عثماني د کندهار له سرپرست والي سره ليدنه کړې. په دې ليدنه کې د هيواد په سطحه او بيا په زونونو کې د طبي شورا د کړنو او فعاليتونو، د سويل لوېديځ زون په سطحه د طبي شورا د ساحوي دفتر د پرانيستنې، خلکو ته د غوره روغتيايي خدماتو د وړاندي کولو او د ناروغانو د ستونزو د حل او نورو روغتيايي موضوعاتو په اړه خبرې شوي.ډاکټر ګل‌محمد عثماني د طبي شورا په اړه ويلي؛ دغه شورا خلکو ته د غوره روغتيايي خدمتونو وړاندي کولو، د روغتيايي خدمتونو معياري کولو، د ډاکټرانو او ناروغانو ستونزو ته د رسېدني، د ډاکټرانو او متخصصينو د کړنو څارلو، د بې‌کيفيته درملو د مخنيوي، د مسلکي روغتيايي پرسونل د روزنې او د هغوی د حقونو له دفاع او ورته نورو برخو کې کار کوي. د کندهار والي د طبې شورا فعاليتونه ستايلي او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *