افغانستانخبرونه

د افغانستان صادرات ۱۹۰۰ميليونه ډالرو ته لوړ شوي

د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت وايي: د ۱۴۰۱ کال د وري له لومړۍ نېټې څخه د کب تر شلمې د افغانستان د صادراتو کچه ۱۹۰۰ميليونه ډالرو ته لوړه شوې ده. رياست الوزراء اقتصادي معاونيت پر ټويټر ليکلي: په تېر ۱۴۰۰ لمريز کال کې د صادراتو کچه ۸۵۰ ميليونه ډالره وه. د رياست الوزراء اقتصادي معاونيت د معلوماتو پر بنسټ، د دې صادراتو ۹۷ سلنه ايران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، چين، ترکيې، ترکمنستان، هندوستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو ته شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *