افغانستانخبرونه

د افغانستان رغونه د ځوان نسل نوښتونو او زيار ته اړتيا لري

رياست الوزراء د سياسي معاونيت د دفتر لوی رئيس مولوي ذاکر د هيواد له څو تنو نوښتګرو ځوانانو سره په ليدنه کې د هغوی اختراعات ستايلي دي.

د رياست الوزراء د سياسي معاونيت د دفتر لوی رئيس مولوي ذاکر د هيواد له څو تنو نوښتګرو ځوانانو سره په ليدنه کې د هغوی اختراعات ستايلي دي.دغو نوښتګرو ځوانانو د کورونو د ګرمولو داسې سيستم جوړ کړی، چې له بهره له راواردېدونکو وسايلو سره د رقابت توان لري او تر دې مهاله لسګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي.دغو ځوانانو زياته کړې، د ګرمو سيمو لپاره يې د شنو خونو طرحه هم بشپړه کړې او په وينا يې اغېزمنتيا يې ډېره ده.مولوي ذاکر د افغان ځوانانو نوښتونه د وياړ وړ بللي او ويلي يي دي، د افغانستان رغونه د ځوان نسل نوښتونو او زيار ته اړتيا لري.نوموړي زياته کړې، اسلامي امارت د ځوانانو د نوښتونو د پراختيا او ودې په موخه هر راز همکاري کوي، تر څو په کور دننه اړتيا وړ توکو ته د توليد زمينه برابره شي.د رياست الوزراء د سياسي معاونيت د دفتر رئيس يادې طرحې ستايلي، نوښتګر ځوانان يې هڅولي او هغوی ته يې د هر راز همکارۍ ډاډ وکړی دی.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *