افغانستانخبرونه

د افغانستان د وچې مېوو د صادراتو زياتوالی راغلی

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې د روان لمريز کال له پيل راهيسې د ۲۷۳ ميليون ډالرو په ارزښت وچه مېوه له هېواده بهر ته صادر شوې ده. د دغه وزارت د معلوماتو له مخې: تر ډېره بېلابېلو هېوادونو ته جلغوزي، پسته، مميز او شکرپاره صادره شوې ده.د صنعت او سوداګرۍ وزارت وياند آخندزاده عبدالسلام جواد وايي: ((موږ اروپا او همدارنګه کاناډا او اسټراليا ته څو چوپې صادرات لرل، چې د تېر کال پرتله ډېر زياتوالي يې لرلی دی.))بل خوا، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې د افغانستان توکي د سيمې پر هېوادونو سربېره، اروپا او امريکا ته هم صادرېږي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې سرپرست محمد يونس مومند وايي : (( موږ غواړو چې ډېرې آسانتياوې هم رامنځته شي او څه ډول وکړای شو ،چې په ډېره کمه بيه د هوا له لارې او د نورو غوراويو له لارې وچه مېوه نړۍ ته ورسوو.)) اخوا، يو شمېر سوداګر له اسلامي امارت په ځانګړې توګه له صنعت او سوداګرۍ وزارته غواړي، چې هوايي دهليزونه فعال کړي. سوداګر زلمي عظيمي وايي : (( له بده مرغه نن زموږ صادرات له ټولو هېوادونو سره د نه اړيکو او بانکي راکړې ورکړې د ستونزو او ترانزيټي ستونزو او حتی د هوايي کارګو ستونزو له امله زموږ د محصولاتو غوښتونکي په ځانګړې توګه د جلغوزې او وچې مېوې غوښتونکي له زياتو ستونزو سره مخ دي.))تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت له لوري د ورکړل شويو شمېرو له مخې، په تېرو اتو مياشتو کې نورو هېوادونو په تېره بيا چين ته اته زره ټنه جلغوزي صادر شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *