
د افغانستان بانک، د افغانيو د ارزښت لا پياوړتيا په موخه، نن (يکشنبه) د روان کال د مرغومي په ۱۸مه، (۱۵) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.دغه بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ده چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او يا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت د لا پياوړتيا په خاطر (۱۵) ميليونه ډالره وپلورل.