افغانستانخبرونه

د افغانستان بانک نن شپاړس ميليونه امريکايي ډالره ليلاموي

د افغانستان بانک، د افغانيو د ارزښت د لا پياوړتيا په موخه، د نن ((يکشنبه )) روان کال د سلواغې په ۹مه، (۱۶) ميليونه ډالره د ليلام په ډول پلوري.دغه بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غوښتي چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او يا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت د لا پياوړتيا په خاطر (۱۵) ميليونه ډالره وپلورل.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *