
د افغانستان بانک، د افغانيو د ارزښت د لا پياوړتيا په موخه، سبا ورځ (چهارشنبه) د روان کال د مرغومي په ۷مه، ۱۶ميليونه ډالر د ليلام په ډول پلوري.دغه بانک د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره، په شرايطو برابر له ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو غوښتي،چې په دغو داوطلبيو کې دې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي ،چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې ، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز نه دى او د ليلام ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى نغدې او يا هم په حوالــــې سره په ټاکلې موده کې په بانک کې تحويلې کړي.تېره اوونۍ هم د افغانستان بانک د افغانيو د ارزښت د لا پياوړتيا په خاطر ۱۵ ميليونه ډالر وپلورل.