
د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی، چې سبا يکشنبه ۱۵ ميليونه امريکايي ډالره د داوطلبۍ له لارې ليلاموي. د افغانستان مرکزي بانک د يوه ټويټ په خپرولو سره سوداګريزو بانکونو، صرافانو او د پولي خدمتونو له شرکتونو ،چې پر شرايطو برابر وي غوښتي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي. ياد بانک زياته کړې ، چې د ليلام ګټونکي بايد خپل حسابونه د ليلام ورځې تر پايه تصفيه کړي. مرکزي بانک زياته کړې چې د اسعارو د ليلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسويې ته اجازه نه ورکول کېږي او د داوطلبۍ ګټونکي به د خپل ذمت د قيمت پيسې په يو ځل، په نغد ډول او په ټاکلې موده کې د افغانستان بانک ته سپاري.