
د افغانستان بانک: د هرې ورځې په تېرېدو بانکي وضعيت مخ په ښه کېدو دی
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، چې په تېر څه باندې يو کال کې د هېواد پر بانکونو محدوديتونو په هېواد کې پر راکړو ورکړو ناوړه اغېزې کړې دی.د سوداګرۍ خونه ټينګار کوي، چې اوس مهال سوداګر يوازې د خوراکي توکو او سون توکو د پېرلو لپاره بهر ته پيسې لېږلاي شي.د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مديره پلاوي غړی خانجان الکوزي وايي: (( خوراکي ، لومړي او اړين توکي ،چې دي د هغه لپاره (ټي ټي) کېږي، خو ډېر وخت نيسي. په وخت سره له يوه ځايه بل ځای ته رسېږي، ډېره ستونزمنه ده ځکه چې د افغانستان بانک تر بنديزونو لاندې دی.))د افغانستان بانک په دې باور دی، چې بانکونه په ښه وضعيت کې دي او په ۲۰۲۲ م کال کې په بانکونو کې د خلکو له لوري د پيسو اېښودل زيات شوي دي.د افغانستان بانک وياند حسيب الله نوري څرګندوي: (( د هرې ورځې په تېرېدو سره بانکي وضعيت مخ په ښه والي دی. د ۲۰۲۲ کال وروستي راپورونه ښيي، چې په بانکونو کې د خلکو امانتونه زيات شوي او په بانکي پانګه کې هم زياتوالی راغلی دی.))بل خوا د اقتصادي چارو ځيني شنونکي په دې باور دي، چې د پيسو په لېږد کې ستونزو په بازارونو کې د توکو بيې لوړې کړې دي.د اقتصادي چارو شنونکي عبدالنصير رښتيا وويل: (( له دې وروسته کله چې بنديزونه ولګول شول، دوی د صرافيو له لارې له هېواده بهر ته پيسې استولې، چې په هرو ۱۰۰ زرو ډالرو څلور زره ډالره لګښت راځي.)) د اقتصادي چارو بل شنونکی سير قريشي هم وايي: (( د سوېفټ نړيوال سيستم پرې شو او سياليت په مارکېټ کې د مالي سکتور لپاره ستونزې رامنځت کړې.))د سوداګرۍ اوپانګونې خونه وايي، چې ډېری سوداګر او صنعت کاران د خپلو اړتيا وړ توکو د پيرلو لپاره بهر ته په ډېر لګښت سره، د حوالې له لارې پيسې لېږي.