افغانستانخبرونه

د افغانستان او ماليزيا اړيکې د پخوا په پرتله پراختيا ومومي

د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي د افغانستان لپاره د ماليزيا د بهرنيو چارو وزارت له ځانګړي استازي احمد اعظم عبدالرحمن سره وکتل.د بهرنيو چارو وزرات مرستيال وياند حافظ ضياء احمد په خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې په دې کتنه کې د ماليزيا ځانګړي استازي د افغانستان د امنيتي وضعيت په اړه خوښي څرګنده کړه او زياته يې کړه ،چې زه د ماليزيا د بهرنيو چارو وزير د ځانګړي پيغام سره افغانستان ته راغلي يم؛ هيله لرم چې د دې پيغام پر مټ به د دواړو هيوادونو اړيکې د پخوا په پرتله لا پراختيا ومومي.عبدالرحمن وويل، چې په ورته وخت کې تمه لرم چې له کابل څخه به هم د اړيکو او همکاريو د پراختيا پيغام له ځان سره يوسم.ورپسې، مولوي اميرخان متقي احمد اعظم عبدالرحمن ته د دې نوې دندې مبارکي ورکړه او ويې ويل: (( شخصاً تاسو به د دې اړيکو په پراختيا کې رغنده رول ولوبوئ.ستاسو د بهرنيو چارو وزير پيغام موږ ته ډېر د اهميت وړ دی او باور لرم، چې د دواړو هيوادونو د اړيکو په لا پياوړتيا کې به ګټور ثابت شي))
متقي دغه راز زياته کړه، چې د دواړو هيوادونو د سوداګرو تګ راتګ او په افغانستان کې پانګونې ته ښه فرصتونه شته چې بايد ورڅخه ګټوره ګټه واخيستل وشي.د يادې کتنې په پای کې، دواړو لوريو د اړيکو په پراختيا او د همکاريو په پياوړتيا ټينګار وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *