
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونو د مديره پلاوي غړي خانجان الکوزي وايي: له اتلس کلونو وروسته د افغانستان او ايران د سوداګرۍ ګډې خونې فعاليت بېرته پيل کړ.الکوزي وايي: د دې ګډې خونې د فعاليت د بيا پيلېدو له کبله به د افغانستان او ايران تر منځ سوداګري راکړه ورکړه نوره هم زياته شي.نوموړی وايي: اوسمهال د افغانستان او ايران سوداګري په کال کې ۲ ميليارد ډالرو ته رسېږي، خو تر ډېره دا سوداګري يو اړخيزه ده. تر دې مخکې يو شمېر افغان صنعتکارانو او د فابريکو خاوندانو شکايت کړی، چې ايران هغه شيان افغانستان ته په ارزانه بيه صادروي ،چې په افغانستان کې توليدېږي او له دې کبله د افغانانو فابريکې له سقوط سره مخامخېږي.