افغانستانخبرونه

د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړېږي

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسئولين وايي، تمه ده په ۱۴۰۲ هجري لمريز کال کې د افغانستان او ايران ترمنځ د سوداګرۍ ګډه خونه جوړه شي. د يادې خونې د مديره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي: د دې ګډې خونې له جوړېدو موخه د دواړو هېوادونو تر منځ د پانګونې زياتوالي او د سوداګريزو ننګونو حل دی. له دې سره سم، يو شمېر سوداګر وايي، د کابل او تهران تر منځ د سوداګريزو چارو د ګډې خونې په جوړېدو سره بايد سوداګرو ته لازمې آسانتياوې برابرې شي. له بل لوري اقتصاد وزارت د افغانستان او نورو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د ګډو خونو جوړېدل د هېواد د اقتصاد په ګټه ګڼي. د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مالوماتو له مخې، افغانستان له پاکستان، تاجکستان، ازبکستان او روسيې سره د سوداګرۍ ګډې خونې لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *