افغانستانخبرونه

د افغانستان او ايران ترمنځ اقتصادي اړيکې لا پراختيا مومي

د ماليې وزارت د پاليسۍ معين انجنير سلطان محمد زبير د ايران اسلامي جمهوريت د مرکزي بانک د نړيوالو اړيکو له مرستيال ډاکټر محسن کريمي او د دې هيواد د سوداګرۍ او خزانه دارۍ برخي له مسئولينو سره وکتل او د دواړو هيوادونو ترمنځ ، په مالي او اقتصادي برخو کي د دوه اړخيزو اړيکو پر پراختيا يې خبري وکړې. په پيل کې د ماليې وزارت د پاليسۍ معين، د ايران هيواد څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، افغانستان او ايران دوه ښه ګاونډيان ياد کړل او د دوه اړخيزو، مالي او اقتصادي اړيکو د پراختيا په برخه کې يې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ.د ايران اسلامي جمهوريت د مرکزي بانک مرستيال، د افغانستان اسلامي امارت د پراخي اقتصاد محوره پاليسۍ د ستايني ترڅنګ؛ د دواړو هيوادونو ترمنځ د مالي او اقتصادي اړيکو پر لا پراختيا ټينګار وکړ او له افغانستان سره يې د بانکي سکتور په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ څرګند کړ. ښاغلي کريمي همدا راز ايران هيواد ته د افغانستان له لوري، يو پلاوي ته د رسمي سفر کولو بلنه هم ورکړه.په پای کي د ماليې وزارت د پاليسۍ معين يادونه وکړه، چي په  تېر (۱۴۰۲) مالي کال کي د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزراء د اقتصادي مرستيال په مشرۍ يو پلاوي ايران هيواد ته د رسمي سفر په لړ کي، د دواړو هيوادونو ترمنځ پر يو شمېر مهمو موضوعاتو خبري او هوکړي وکړې؛ چي د يادو موضوعاتو په عملي کېدو سره به، د دواړو هيوادونو مالي، سوداګريزې او اقتصادي اړيکې لا پراختيا ومومي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *