افغانستانخبرونه

د افغانستان او ازبکستان پر ګډه پوله سوداګريز مرکز جوړ شوی

د افغانستان او ازبکستان په ګډه پوله ترمز کې د ازبکستان له لوري يو ګډ سوداګريز مرکز جوړ شوی. د بلخ د سوداګرۍ خونې مشر اسدالله اسد ويلي، چې په دغه مرکز کې افغان پانګوالو ته د دوکانونو د پېرلو بلنه ورکړل شوې او ويل شوي، چې له اوو زرو ډالرو څخه به د دوکانونو بيې ټاکل کېږي. نوموړي په دې برخه کې د حقوقي ډاډ له ترلاسه کولو وروسته ياد شوی مرکز افغان پانګوالو او سوداګرو ته ښه اقتصادي فرصت وباله. مخکې د ازبکستان يوه اقتصادي مقام ويلي وو، چې په دغه مرکز کې تر ۴ زرو پورې مغازې، د توليد، وارداتو او صادراتو مرکزونه، نړيوال روغتيايي بنسټ، هوټلونه او پلورنځي جوړ شوي. ازبکستان ويلي، چې افغانان دغه مرکز ته له ويزې پرته د لسو ورځو لپاره تلای شي، خو له مرکز څخه اخوا نورو سيمو ته له ويزې پرته د تګ اجازه نه لري.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *