افغانستانخبرونه

د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړيکو په پراختيا خبرې وشوې

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور ازبکستان ته د سفر په ترڅ کې په تاشکند کې د افغانستان له سفير ډاکټر احمد خالد علمي او جنرال قونسل محمد ادريس زرشوي سره وکتل.په ياده ناسته کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د اړيکو د پراختيا او دغه راز په ازبکستان کې د مېشتو افغانانو د ستونزو او د هغوی د حل پر لارو چارو خبرې وکړې.د يادونې وړ ده، چې د سوداګرۍ او صنعت وزارت لا وړمه ورځ له ازبکستان څخه افغانستان ته د وارداتي برېښنا د ستونزو د هوارولو او د برېښنا د قرارداد د غځولو په موخه ياد هېواد ته سفر وکړ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *