افغانستانخبرونه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت : په تېر يو نيم کال کې مو له ۵۰ د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخنه نيولې

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ويلي : په تېر يو نيم کال کې له ۵۰ د ډېرو لرغونو آثارو د قاچاق مخه نيول شوې ده.دغه ترلاسه شوي آثار څه باندې دوه زره کاله پخواني دي، چې په دې وروستيو کې له بغلان ولايته ترلاسه او د کابل ملي موزيم ته وروسپارل شول.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغون پېژندنې رئيس ذبيح الله سادات ويلي: له ۵۰ ډېر آثار ثبت شوي دي. موږ دغه آثار نندارې ته وړاندې کړل. دا يوه لويه لاسته راوړنه ده. دغه آثار په تېر يو نيم کال کې له بېلابېلو سيمو او ګمرکونو ترلاسه شوي دي.د هېواد د ملي موزيم مسئولين ويلي: په ښو او مناسبو ځايونو کې د هېواد فرهنګي او تاريخي آثارو له غوره ساتنې ډاډ ورکوي.د ملي موزيم رئيس محمد زبير عابدي وايي: ملي موزيم هغه ځای دی، چې آثار په کې تر ډېره حده ساتل کېږي. ملي موزيم د آثارو په خوندي کولو کې خپلې هڅې روانې ساتي.د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست ويلي، چې دغه آثار د دې ولايت په جلګه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو خلکو پر همکارۍ ترلاسه شوي دي.په دې اړه له بغلان ولايته ۷۵ تاريخي سکې کشف او په کابل کې ملي موزيم ته وسپارل شوې.د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس اسدالله مصطفی هاشمي ويلي: په دې برخه کې د خلکو همکاري ډېره اړينه ده. د خلکو له همکارۍ پرته هېڅ کار په سمه توګه نه ‌ترسره کېږي. الحمدلله دلته هم د خلکو همکاري وه، چې دغه شمېر توکي زموږ لاس ته راغلل.که څه هم بهر ته د دغو آثارو د قاچاق په اړه تل اندېښنې موجودې وې؛ خو اسلامي امارت د ملي موزيم او هېوادنيو لرغونو آثارو د ساتنې او خونديتوب ډاډ ورکړی او څرګندوي، چې په ملي موزيم کې له ۵۰ زرو د ډېرو بېلابېلو پېرونو تاريخي او فرهنګي آثار ثبت او خلکو ته وړاندې شوي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *