
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معين مولوي عتيق الله عزيزي له باختر آژانس سره په مرکه کې ويلي: تاريخي آثار، تاريخي ميراثونه او لرغوني توکي د هېواد تلپاتې سرمايه ده چې تاريخي، اقتصادي، سياحتي او نور ارزښتونه لري او د هغو ساتنه، استحکام او رغونه د اسلامي امارت او ولس ګډ مسئوليت او مکلفيت دی.
عزيزي زياته کړه: له شک پرته په تېرو څو لسيزو کې په افغانستان کې انارشيزم او ګډودي وه، مافيايي کړۍ دلته برلاسې او حاکمې وې، د قانون حاکميت نه و او تاريخي آثار او تاريخي سيمې تر قاچاق او غصب لاندې وې،خو د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې واحده سلطه راغله او د ټول هېواد په کچه، د آثارو د ساتنې، د تاريخي آبدو د حفاظت او د قاچاقو د مخنيوي لپاره لازم اقدامات وشول. د هېواد په سرحدونو او هوايي ډګرونو ټولو امنيتي مسئولينو او موظفينو ته لارښوونه وشوه چې د تاريخي آثارو په ساتنه کې بايد خپل مکلفيت ادا کړي او هغه خلک تر څار لاندې ونيسي او د قانون منګولو ته يې وسپاري چې تاريخي آثار قاچاق کوي.
مولوي عتيق الله عزيزي څرګنده کړه: موږ په دې فکر کې يوو چې فرهنګي او تاريخي امورو ته پاملرنه، د نړيوالو مکلفيت هم دی چې دوی بايد د افغانستان د دغه تاريخي زېرمو او آثارو د ساتنې او بيارغونې په برخه کې مرسته او همکاري وکړي، که هغه تخنيکي او يا هم روزنيزه مرسته وي.
هغه ډاډ ورکړ چې اوس موسسې، لرغونپوهان او سيلانيان کولای شي چې د افغانستان هر ګوټ ته سفر وکړي او له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرستې ته ور ودانګي او هغه پلمې چې سياسي اغراض په کې نغښتي دي؛ بايد د ځان لپاره ډال و نه ګرځوي او فرهنګي مسايل بايد له سياست جدا وګڼي.
د فرهنګ او هنر معين، له هغو دوستو هېوادونو او فرهنګي بنسټونو چې د افغانستان د تاريخي آثارو، آبداتو او نورو برخو کې کارونه کړي؛ وغوښتل چې خپل فعاليت بيا پيل کړي او نيمګړې پروژې دې بشپړې کړي.
عزيزي ژمنه وکړه چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لوګر د مس عينک کان د تاريخي آثارو ساتنې ته بشپړه پاملرنه لري او اوس دغه وزارت، د يوې طرحې له مخې، د دغې تاريخي ساحې آثارو د لا ښه ساتنې لپاره عملي کار پيل کړي دي. د عزيزي په باور؛ د مس عينک کان، افغانانو ته هم اقتصادي او هم فرهنګي ارزښت لري او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې لټه کې دي چې هم اقتصادي ګټه يې افغانانو ته ورسېږي او هم فرهنګي او تاريخي آثار يې خوندي پاتې شي.د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د فرهنګ او هنر معين، له هېوادوالو وغوښتل چې د هېواد د تاريخي آثارو او آبدو په ساتنه کې کلکه همکاري وکړي او تاريخي آثارو ته په درنه سترګه وګوري.
همدا رنګه يې پر نړيوالو غږ وکړ چې اوس تر ټولو ښه چانس راغلی او بايد د تاريخي آثارو د ساتنې په برخه کې خپل مکلفيت ادا کړي او د تاريخي آثارو او آبدو په استحکام او بيارغونه کې له اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سره مرسته وکړي.