افغانستانخبرونه

د اطلاعاتو او فرهنک وزارت سرپرست په هرات کې له يو شمېر تاريخي آثارو څخه ليدنه وکړه

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خيرالله خيرخواه، د کورنيو چارو وزارت معين او له نشه يي توکو سره د مبارزې رئيس ملا عبدالحق آخند هرات ته د سفر پرمهال په دغه ولايت کې له يو شمېر تاريخي آثارو څخه ليدنه وکړه.د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس مولانا نعيم الحق حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ له سرپرست وزير سره د کتنې په ترڅ کې غوښتنه وکړه، چې يونيسکو سازمان دې په دغه ولايت کې ۷ قلمه تاريخي ډبرې د تاريخي ميراثونو په لېست کې ثبت کړي.نوموړي وويل، چې دغه ۷ قلمه ډبرې د تيموريانو دورې پورې اړه لري، چې په نړۍ کې ساري نه لري.په همدې حال کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاډ‌ ورکړ، چې د دغو ډبرو د ثبتولو په برخه کې به اړين ګامونه پورته کړي.ورته مهال ملا خيرالله خيرخواه له يو شمېر ځايي چارواکو سره په هرات کې د شهيد مولانا مجيب الرحمن انصاري مزار ته لاړ او د شهيد روح ته يې دعا وکړه.نوموړي دغه راز د عبدالظاهر بشېري دارالايتام څخه ليدنه وکړه او له يتيمانو سره د مرستې په برخه کې يې د دې خيريه بنسټ له مرستو مننه وکړه.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *