افغانستانخبرونه

د اسلامي امارت زعيم عاليقدر اميرالمؤمنين د امارتي ادارو مسئولينو ته : د خپلوۍ او شخصي تعلُق پر بنسټ چاته له دندې ورکولو په کلکه ډډه وکړئ

د افغانستان اسلامي امارت مشرتابه اميرالمؤمنين شېخ الحديث هبة الله اخندزاده حفظه الله په شفاهي هدايت په امارتي ادارو کې د مسئولينو له لوري په دندو د خپلو بچيانو ګمارلو د منفکولو حکم وکړ.
د ۱۳/۸/۱۴۴۳ هـ ق ۳۰ مې ګڼې د حکم پر اساس د ټولو وزارتونو، رياستونو او خپلواکو امارتي ادارو مسئولينو ته امر شوی،چې د خپلوۍ او شخصي تعلُق پر بنسټ چاته د وظيفې ورکولو په کلکه ډډه وکړي.
په دغه حکم کې راغلي؛ د ټولو امارتي ادارو مسئولين چې تر خپل امر لاندې اداراتو کې يې خپل يو يا څو زامن مقرر کړي ، د دې حکم له ابلاغه وروسته منفک دي او د خپلو زامنو پر ځای دې نور کسان مقرر کړي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *