
د فلسطين روغتيايي چارواکي وايي: اسرائيلي اشغالګرو په اشغال شوې لوېديزه غاړه نابلوس ښار کې په يوه چاپه کې ۱۱ فلسطينيان وژلي او لسګونه نوريې ټپيان کړي دي. د اسرائيلي ځواکونو او فلسطيني وسله والو ترمنځ د نښتې، چاودنو او د ډزو تبادله کېدو راپورونه هم ورکړل شوي. د اسرائيلو پوځ وايي: ځواکونو يې ۳ تنه تر څار لاندې وسله وال ،چې په دې سيمه کې په يوه کور کې ځای پر ځای شوي وو او نه تسليمېدل، وژلي دي، خو له کوره بهر بيا څو وژل شوي ملکيان دي ،چې دوه پکې زاړه سړي دي. له دې سره د عرين الاسود په نامه د فلسطيني وسله والو ډلې د ټېلېګرام يوه پوست کې ليکلي ،چې د دوی شپږ غړي هم وژل شوي دي.په دغو علمياتو کې د ټپيانو شمېر هم دپام وړ لوړ دی. د فلسطين روغتيايي چارواکو دغو عملياتو کې له سلو د پورته کسانو د ټپي کېدو خبره هم ورکړې او ويلي يې دي،چې د ۶ تنو روغتيايي وضعيت پکې نازک دی. د فلسطين يوه جپګوړي چارواکي حسين الشېخ د مرګژوبلې لوړ شمېر ته په کتو دا د فلسطينيانو ‘قتل عام بللی.