
سعودي عربستان، جده: د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مالي او اداري عمومي رئيس مولوي عبدالولي حقاني، چې ددې وزارت با صلاحيته استازی دی د سعودي عربستان په جده ښار کې يې د حج له مسئولينو سره د خپلو ليدنو په لړ کې پرون له غرمې وروسته د النقابة العامة للسيارات شرکت له رئيس سره وکتل.په دې کتنه کې دواړو لورو د مکې معظمې له ودانيو (عمارو) څخه تر مشاعرو (منی، عرفات او مزدلفې) پورې د فرضي حج مراسمو د ترسره کولو پر مهال افغان حاجيانو د لېږد او بېرته ودانيو ته د راستنيدو پر آسانتياوو هر اړخيزې خبرې وکړې.د يادونې وړ ده، چې د النقابة العامة للسيارات شرکت په مکه مکرمه کې له خپلو ودانيو څخه تر مشاعرو پورې د فرضي حج مراسمو د ترسره کولو لپاره د حاجيانو د تنظيم، ليږد او د بېرته راستنيدو مسئوليت په غاړه لري.