افغانستانخبرونه

د ارشاد، حج او اوقافو وزير د ترکيې ولسمشر سره کتنه کې:

اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډو ته ضرورت لري

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت سرپرست شيخ الحديث نور محمد ثاقب د اسلامي نړۍ د علماوو مشورتي غونډه کې د ترکيې هيواد له ولسمشر رجب طيب اردوغان سره په جلا توګه وکتل.په دې کتنه کې د ترکيې هېواد ولسمشر رجب طيب اردوغان په افغانستان کې د امن د ټينګښت او له اوسنۍ ښه حالت څخه خوښي څرکنده کړه .ورته مهال شيخ الحديث نور محمد ثاقب د ترکيې له ولسمشر اردوغان  څخه د دې غونډې د جوړېدو له کبله مننه وکړه او زياته يې کړه چې اسلامي نړۍ داسې مشورتي غونډو ته ضرورت لري او داسې غونډې دې لا زياتې شي.نوموړي زياته کړه، چې افغانستان د ترکيې له ورور هېواد سره ښې او پرمختللي اړيکې غواړي او زياته يې کړه چې اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه افغانستان له تاسو څخه دا توقع لري، چې د اسلامي امت د ستونزو په هوارولو کې مهم رول اداء کړئ.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *