
په ارزګان کې هغه کسان چې لوړې زده کړې لري، له بېکارۍ شکايت کوي او له حکومت څخه غواړي، چې په ملکي ادارو کې کاري زمينه ورته برابره کړي.د لالي په نامه يو ځوان، چې څه موده وړاندې يې تر لېسانس زده کړې بشپړې کړې، وايي: تر فراغت وروسته په دنده پسې ګرځېدلي، خو عادي او يوه سپکه دنده يې هم نه ده پيدا کړې.دی وايي: کلونه يې زحمت ايستلی، لوړي زده يې کړې او غوښتنه کوي ،چې مناسبه دنده ورته پيداشي.ده زياته کړه: ((لېسانس يم، اوس د کرنيزو درملو يو دوکان لرم، ډېر ځوانان دي ،چې هغه د وظيفو تمه لري او کوښښ کوي ،چې وظيفې ترلاسه کړي. زيات ځوانان دي چې بېکاره دي او وظيفې نه لري.)) نثاراحمد صاحبزاده بل هغه ځوان دی، چې لوړې زده کړې يې کړې دي، خو زياتوي چې له ډېرو هڅو سره سره يې هېڅ دنده نه ده موندلې او دا مهال بې روزګاره دی.
دی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دنده ورته پيدا کړي.
نوموړی وايی: (( په دنده پسې ډېر ګرځېدلي يم، خو دنده نه ده راته پيدا شوې، په ډېرو سختو حالتو کې مو زده کړې کړې، حکومت بايد تحصيل لرونکو کسانو ته کار زمينه برابره کړي.))
د يادو کسانو دغه اندېښنو په اړه د ارزګان د والي وياند احسان الله حماس وايي: څه موده وړاندې يې له سلګونه کسانو څخه ازموينه اخيستې، هغه کسان چې بريالي شوي، دندې به ورته پيدا شي.
حماس وايي : په راتلونکي کې به هم په ملکي ادارو کې مسلکي کسان تر ازموينو وروسته پر دندو وګماري.ده زياته کړه: (( څه موده مخکې د ځوانانو لپاره او هغو کسانو لپاره چې له پوهنتونونو څخه فارغه شوي وو، سلګونه بستونه اعلان شول او له هغوی څخه ازموينه واخيستل شوه او ژر تر ژره به ورته د کار زمينه برابره شي.)) د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو کې ډېری کسان بې دندو شوي او له دولت څخه د جدي پاملرنه غوښتنه کوي.
د هغوی دغه بېکاري ډېری وخت بهرنيو هېوادونو ته په خطرناکو لارو د تلو لامل هم کېږي.