افغانستانخبرونه

د ارزګان اوسېدونکي : حکومت دې د ترېنکوټ پر سېند پُل جوړ کړي

دارزګان مرکز ترېنکوټ اړوند د ((ابردي)) سيمې يو شمېر اوسېدونکي وايي: کلونه کېږي د ترېنکوټ پر سېند د لاسي کښتيو(ژالې)په واسطه له يوې غاړي بلې ته اوړي،د دې سيمې دوو اوسېدونکو بسم الله او محمدولي وايي، په دغه سيمه کې شاخوا ۴۰ زره کورنۍ شته ،چې له تېرو څو لسيزو راهيسې له دغې ستونزې سره لاس او ګرېوان دي. ((موږ اوس د پُل د نشت له امله له ستونزو سره مخ يوو، کله چې د سېند اوبه زياتې شي، نو موږ بلې غاړې ته نه شو اوښتی، په ډېرې سختۍ پورې غاړې ته اوړو، هيله ده زموږ ستونزې ته پام وشي.))
يو شمېر نور اوسېدونکي وايي: ځينې وخت په کښتيو کې تېرېدونکي خلک په سېند کې لوېږي ،چې اکثره يې ماشومان وي.ظرف اغا او علي جان وايي: (( د لاسي کښتيو په واسطه مېرمنې، نارينه او ماشومان ټول له دې سېنده پورې غاړې ته اوړي، اکثره وخت ماشومان او مېرمنې سېند ته لوېږي، حکومت بايد زموږ په حال زړه وسوځوي.)) (( پُل نشته، خلک دومره پيسې نه لري ،چې لاسي کښتۍ ته يې ورکړي، ډېر خلک په ټوپانو له سېنده اوړي.))د ارزګان د کليو او بيارغونې رياست رئيس عبدالغني ((بلال)) هم د خلکو دغه ستونزې مني او ژمنه کوي چې ژر تر ژره به په سيمه کې ورته يو پل جوړ شي.دی وايي: د خلکو دغه ستونزه يې تر وزارت پورې رسولې ده.(( موږ په دې برخه کې خپله ټوله هڅه کړې او تمه شته چې دا پل ژر تر ژره جوړ او دا ستونزه حل شي.)) بايد ياده شي چې په هېواد کې د تېرو دوو لسيزو جګړو په پايله کې ګڼ شمېر پلونه او پلچکونه ويجاړ شوي چې خلک يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *