افغانستانخبرونه

د ارزګان اوسېدونکي:دښارهټيوالو پر خپل سر د توکو نرخونه لوړ کړي

په ارزګان کې خلک شکايت کوي چې وروسته له هغه هټوالو د توکو نرخونه لوړ کړل کله چې په دي ولايت کې پر پاکستانيو کالدارو بنديز ولګول شوو او پير او پلور په افغانيو کېږي.څه موده وړاندې دارزګان په مرکز ترېنکوټ او ولسواليو کې د پاکستانيو کالدارو پر پير او پلور بنديز ولګول شوو ،چې ورسره يو شمېر هټوالو په افغانيو اسعارو د توکو نرخونه نور هم لوړ کړل.ددې ولايت اوسيدونکي د هټوالو د توکو له لوړو قيمتونو څخه شکايت کوي او زياتوي چې ځينو هټوالو نږدې دوه برابره د تيرې اوونۍ په پرتله د توکو قيمتونه لوړ کړي دي.دوی وايي: له يوې خوا اقتصادي ستونزې لري او له بل پلوه يې لوړو نرخونو ژوند نور هم ستونزمن کړي دي.ددې ولايت دوه اوسيدونکي احسان الله نيکزاد او حميدالله رسنيو ته ويلي:نيکزاد:په رشتيا هم کله چې په ارزکان کې کالدارې بندې شوې دلته هټيوال بده استفاده کوي غوښتنه مو له دولت څخه دا ده چې بايد ددغه ډول کسانو مخه ونيسي او سزا ورکړل شي.))حميدالله: (( کله چې په بازار کې موږ توکي اخلو پخوا چې په ۱۰۰ کالدارو وو اوس هغه پر موږ په ۴۵ افغانۍ پلوري دا ډېر زيات توپير لري بايد عام ولس ته پاملرنه وشي ،ځکه زموږ اقتصادي وضعيت د پخوا څخه خراب دی کله چې دغه ډول کړنې د عامو خلکو سره کېږي لابه زموږ اقتصادي وضعيت خراب شي.))په ورته وخت کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم د خلکو له خوا دغه ډول کړنه د انديښنې وړياده وي او له مسئولينو څخه د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.دارزګان يو اوسيدونکی حضرت شاه وايي ،چې حکومت دې د توکو نرخونه و څاري او هغه کسانو ته دې سزا ورکړي چې دغه ډول کړنې کوي.ده وويل: (( ما خپله دلته ډېر کسان ليدلي ،چې کله کالداري ورته وړي لږ افغانۍ ورکوي ،خو کله چې توکي اخلي بيا يې په نيمايي ورکوي دا به پر اقتصاد ډېر بد تاثير وکړی بايد هر ډول توکو ته مناسب قيمت وټاکل شي.))د خلکو دغه اندېښنې مو په ارزګان ولايت کې د ولايتي مسئولين سره شريکې کړي.ددې ولايت د اطلاعات او فرهنګ رئيس قاري اغاولي قريشي وويل ،چې دوی د خلکو له شکايتونو څخه خبر دي او زياتوي ،چې هغه کسانو ته به سزا ورکړي ،چې په خود سره ډول يې د توکو نرخونه لوړ کړي دي.نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړی، چې د يوه کمېسيون په مرسته به په ښار کې نرخونه کنټرول کړي.داپه داسي حال کې ده چې تردې مخکې هم ددې ولايت اوسېدونکو د توکو له لوړو نرخونو څخه شکايتونه کړي وو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *