
د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي اميرخان متقي لا وړمه ورځ د اتريش هيواد د ازادۍ ګوند له مخکښو غړو سره وکتل.متقي په دغه کتنه کې وويل: خوښ يم، چې د افغانستان وضعيت له نږدې وينئ او په دې سره به تاسو ته څرګنده شي، چې د افغانستان وضعيت تر هغه چې رسنۍ يې انځوروي، ډېر مثبت او متفاوت دی.د بهرنيو چارو وزارت سرپرست همدارنګه د اتريش په پلازمېنه ويانا کې د افغانانو د ستونزو د حل په موخه د قونسلي خدمتونو د وړاندې کولو او نورو اسانتياوو د رامنځته کولو په تړاو هم خبرې وکړې.په ورته وخت کې د اتريش د ازادۍ ګوند غړو په دغه کتنه کې د افغانستان وضعيت تر هغه ډېر ښه وباله چې مخکې له راتګ څخه يې له رسنيو څخه اورېدلي وو.هغوی زياته کړه، چې له ځينو افغانانو سره يې د افغانستان اوسني وضعيت په تړاو خبري کړې ، چې په پايله کې يې ورته جوته شوې، چې افغانان په اوسني وضعيت خوښ او خپل ژوند خوندي او مصؤن ګڼي.د ازادۍ ګوند غړي يوهانس وويل: (( زه تاسف کوم، چې د افغانستان اوسني مرکزي حکومت چې سرتاسري امنيت يې ټينګ کړی او په افغانستان کې يې د څلورو لسيزو ناخوالو ته د پای ټکی ايښی دی خو بيا هم په رسميت نه پېژندل کېږي)) هېره دې نه وي، چې د اتريش د ازادۍ ګوند غړو په ټينګار سره وويل او ژمنه يې وکړه، چې دوي به د افغانستان د اوسني وضعيت ريښتني انځور له ځان سره اروپاته نقلوي او هلته به يې له خپلو چارواکو، ولسونو او د اروپايي اتحاديې د غړو هيوادونو سره شريکوي.