افغانستانخبرونه

د آذربايجان او ارمنستان جګړه؛ اذربايجان وايي ۴۰۰ ارمني پوځيان يې وژلي

له هغه وروسته چې تېره اوونۍ ارمنستان د نګورنو قره باغ د لانجمنې سيمې اړوند د نويو پوستو او پوځي مرکزونو په جوړول پيل وکړ اذربايجان يې پر وړاندې کلک غبرګون ښودلي او د تېرې ورځې راهيسې د دواړو هيوادونو ترمنځ خونړۍ نښتې روانې دي.ترکي رسنيو خبر ورکړي، چې له تېرې ورځې راهيسې اذربايجان په نګورنو قره باغ سيمه کې پراخ پوځي عمليات پيل کړي چې په لومړي سر کې يې د ارمنستان لسګونه ټانکونه، توپخانې او د هوايي دفاع سيستمونه له منځه وړي دي. د اذربايجان د وسله والو ځواکونو قوماندانۍ خبر ورکړي، چې له تېرې ورځې راهيسې په تهاجمې عملياتو کې ۴۰۰ ارمني پوځيان وژلي او سلګونه نور يې ټپيان کړي دي.د ترکيې ولسمشر “رجب طيب اردغان” تېره شپه له خپل اذربايجاني سيال سره په تليفوني خبرو کې په نګورنو قره باغ سيمه کې د ارمنستان وروستي پارونکي کړنې غندلي او نوموړي ته يې د هر ډول مرستې د ورکولو ژمنه کړې ده.
د ويلو ده چې نګورنو قره باغ سيمه په ۱۹۹۰م کال کې ارمنستان نيولې وه؛ خو په ۲۰۱۹م کال کې د ترکيې په ملاتړ د څو مياشتو سختو جګړو وروسته يوځل بيا اذربايجان ونيوله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *