
په کندهار کې د پوليسو په ښوونيز او روزنيز مرکز کې د ۳۸۰ تنو ملي پوليسو د فراغت غونډه پرون تر سره شوه، چي پرمهال يې د کورنيو چارو سرپرست وزير (الحاج خليفه سراج الدين حقاني) او يو شمېر ولايتي مسئولينو ګډون درلوده.
ياد مراسم چي د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت کولو سره پيل شول، په پيل کې ټولو فارغو شويو ملي پوليسو خپل ټول زدهکړي نظامي حرکات او نمايشات مسئولينو ته وښودل، چې د مسئولينو له تاوده هرکلي سره مخ شول او ټولو مسئولينو ډېره خوښي وښوده، چې د اسلامي امارت امنيتي ځواکونه په مسلکي ډول روزل کېږي او وروسته عملاً په مسلکي ډول ولس ته خدمت کوي.
ورپسې الحاج خليفه سراجالدين حقاني وويل: کندهار د ياغي امپراتوريو په مقابل کې اتلان پيداکړل، چې ميرويس خان نيکه احمدشاهبابا، ، اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد ((رحمه الله))، اميرالمؤمنين شهيد ملا اختر محمد منصور ((تقبله الله)) او عاليقدر اميرالمؤمنين شېخ هبه الله اخوند حفظهالله دي او دا د الله جلجلاله يوه لويه پېرزوينه ده، چې د اسلامي قيادت پيل او د مسلمانانو د اتفاق او وحدت کور يې کندهار ګرځولی.
خليفه سراجالدين حقاني زياته کړه: موږ د امکاناتو او اسبابو په لحاظ ډېر عاجز وو او د خلکو له نظره ورک خلک وو؛ ولي نړۍ مو په واحد صف او قوي ارادې سره ماته کړه او اللهجلجلاله دومره لوی شان، عظمت او مقبوليت رانصيب کړ، چې يوازي او يوازي د اللهجلجلاله د اوامرو او په حضرت محمد (ص) په ارشاداتو مو ټينګه عقيده وه او همدغه لاره مو تعقيبوله.
د کورنيو چارو سرپرست وزير ټولو فارغو شويو ملي پوليسو ته په خطاب کي وويل: (( کومي بېلابېلې زدهکړي چې مو دلته کړي نور تاسې عملاً خدمت ته چمتو ياست او ستاسو مسئوليت د جهادي دورې په نسبت اوس ډېر دئ؛ ځکه دملي پوليسو خاصاً له ولس سره کار دی، ستاسې کاميابي هغه وخت ده چي ولس په باور او همږغۍ کې وساتئ، که چيري د امنيتي ځواکونو او ولس ترمنځ باور او همږغي وي بيا به هېڅکله مجرم ځای پيدانکړي.))
ده وويل: له نوري نړۍ سره زموږ د امنيتي ځواکونو توپير په دې کې دي چې موږ امنيتي ځواکونه په سپېڅلي عقيده روزو او له امنيتي ځواکونو ټول کړه وړه په يوه سپېڅلې عقيده جوړوو، چې په خبره يې؛ نو بيا د امنيتي ځواکونو څخه د ټولو توقع کېږي، چې ولس ته به ښه خدمت وکړای شي.
د کورنيو چارو سرپرست وزير الحاج خليفه سراجالدين حقاني په وروستيو کې ټولو فارغو شويو ملي پوليسو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو په ټولو کړو وړو کي له نرمۍ، ښو اخلاقو او تعامل څخه کار واخلئ، خپله جهادي جذبه، روحيه او فکر مو تل ژوندي وساتئ، ډېر زغم ولرئ، خلکو ته آسانتياوي برابروئ، کومي زدهکړي چې مو کړي عملاً يې په ټولنه کې تطبيق کړئ، د دندي په وخت کې له ټولنيزو رسنيو څخه ډډه وکړئ، د ولس پر زخمونو پټۍ کښېږدئ او د مشرانو پيروي کوئ.