
دپوهنې وزارت د ((پوهنې د نړيوالې)) ورځې په مناسبت په خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي، چې نړيواله ټولنه بايد له څلوېښت کلن بحران څخه راوتلی افغانستان يوازې پرې نږدي.په خبرپاڼه کې راغلي، اسلامي امارت زدهکړې د هر افغان لپاره ضروري بولي او هڅه کوي ،چې خپل ولس ته معياري خدمات وړاندې کړي.د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې: اوس مهال په افغانستان کې ۱۹ زره ښوونځي، ۱۳ زره مدرسې او زرګونه نور محلي ټولګي فعال دي ،چې د څه باندې دوه نيم ميليونه نجونو په شمول په کې لس ميليونه زده کوونکي زده کړې کوي.