افغانستانخبرونه

دوديزې کرکيلې د ارزګاني بزګرو حاصل نيمايي کړي

د ترينکوټ ښار چرمګر سيمه ډېره مشهوره ده؛ چېرته چې په زرګونه جريبه ځمکه هر کال کرکيله کېږي شواهد ښيي ،چې د ارزګان ولايت کابو ۸۰ په سلو کې اوسېدونکي په کرنه بوخت دي او نږدې ټوله کرکيله په دوديزه او غيرمعياري بڼه ترسره کېږي.ډېري ارزګاني کروندګر وايي، چې دوی د معياري کرکيلې له لارو چارو سره نااشنا دي او په دې نه‌پوهېږي چې څنګه معياري کرنې ته مخه کړي او د کرکيلې پرمهال له کومو وسايلو کار واخلي.اشرف‌الدين ،چې د مرکز ترينکوټ تالاني سيمې اوسېدونکی دی او کابو ۳۳کاله عمر لري، وايي: دوديزه کرنه ورته له پلار او نيکه څخه په ميراث پاتې ده او هېڅ نوښت په کې نه‌دی شوی. نوموړی همداراز زياتوي ،چې د کرکيلې د دغه ډول زحمت زيات، خو ګټه وټه يې کمه ده. (( زموږ ځمکه چې د ۱۲خروارو وي، هغه ۸خرواره کوي. موږ په دې نه‌پوهيږو، چې بايد څه ډول تخم په ځمکو کې وشېندل شي، موږ نه‌پوهېږو، چې دغه ځمکه په څومره وخت کې کرنې ته اماده کړو، موږ ته بايد د کرنې رياست له خوا څخه پوهاوي راکول شي، اصلاح شويتخمونه راکول شي او نورې ستونزې راته حل شي، بيا به موږ ښه حاصل ورڅخه ترلاسه کړو.))کريم‌الله بل ارزګاني بزګر دی. نوموړي ۲۷کلن زلمی دی او په سفيدخار سيمه کې اوسېږي. نوموړي بيا په دې ګيله‌من دي ،چې نه په تېر جمهوريت کې د ارزګان کرنې ته پاملرنه شوې او نه هم په اوسني حکومت کې. کريم‌الله زياتوي، چې د اصلاح شويو تخمونو، کرکيلې عصري وسايلو نشت د دوی له اساسي ستونزو څخه دي.((کرنه ،خو موږ څو ډوله کوو، خو په ارزګان کې موږ ډېر پس پاتې کرنه کوو، په اوس وخت کې موږ د کرنې په برخه کې يوازې د بلچي څخه ګټه اخلو، هغه ډول وسايل نه‌لرو لکه په نورو سيمو کې ،چې خلک ماشينونو څخه کار اخلي، عامه پوهاوي نشته، دواګانې پر وخت نشته، موږ پر حاصلاتو پاشلو لپاره عادي ماشين نه‌لرو کله چې موږ فکر کوو چې دغه ځمکه به ۲۰ خرواره حاصل وکړي، خو هغه۸ خرواره شي، لامل دا دي چې زموږ کرنه مسلکي نه‌ده بايد موږ ته پاملرنه وشي.))د کرنې کارپوهان بيا وايي، چې د دوديزې کرنې حاصل د معياري کرنې په نسبت څو چنده کم وي او که چېرې دغه سکتور پياوړي نه‌شي افغانستان يوه پيړۍ نور د کرنې په برخه کې خودکفايۍ ته ونه‌رسېږي.په ارزګان کې د کرنې پوهنځي استاد پوهنيار احمدالله احمدي ،چې د وضعيت د بدلولو لپاره پکار ده، چې کروندګرو ته پرمختللي او عصري وسايل ورکړل شي.((زموږ کروندګر اوس هم په پخواني ميتود مخته روان دي، په يوه جريب ځمکه کې بايد د پخوا په پرتله ۵ يا ۶ چنده زيات حاصلات په لاس راوړل شي، ځکه اوس نفوس زيات شوی دی. بايد زموږ کروندګرو ته عامه پوهاوي ورکول شي، که په دي طريقه روان اوسو ۱۰۰کاله نور به هم موږ پر خپل ځای بسيا نه شوو.))د ارزګان کرنې او مالدارۍ رياست مطبوعاتي مسئول قدرت‌الله حميدي وايي، چې دوی د عامه پوهاوي په برخه کې زياتې هڅې کړې او تر ۱۵زره ډېرو کروندګرو ته يې په بېلابېلو برخو کې روزنه او عامه پوهاوی ورکړی.(( موږ په دې برخه کې په مرکز او ولسواليو کې ۱۵۱۵۰کروندګرو ته عامه پوهاوي پروګرامونه چمتو کړي او د کرنې ماشينونه مو په واک کې ورکړي او اصلاح شوي تخمونه مو ورته په واک کې ورکړي دي، دا ټول هغه څه دي چې د کرنې پر عصرې کېدو باندې تمرکز کوي.))په ټوله کې کارپوهان وايي : که چېرې د کرنې، صنعت، کانونو او کارموندنې په برخه کې په لويه کچه پانګونه وشي، نه‌يوازې په هېواد کې د بې‌روزګارۍ سطحه ورسره راټيټېږي، بلکې افغانستان د پر ځان‌بسياينې پر لور بيايي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *