افغانستانخبرونه

دايکندي کې د سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې

د دايکندي د ټولګټو رياست مسئولين وايي، چې د دې ولايت په پاتو ولسوالۍ کې پر څلور اعشاريه اوه ويشت کيلو متره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې دي.د ياد ولايت د ټولګټو رياست د ترانسپورت مدير احمد شاه احساني د باخترآژانس خبريال ته ويلي، چې د پاتو ولسوالۍ په سياه پيتاب کلي کې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۵ ميليونه افغانيو په لګښت پر څلور اعشاريه اوه ويشت کيلو متره سړک د جغل اچولو چارې بشپړې شوې دي.ده زياته کړه د ياد سړک په اوږدو کې ۷ لوی او واړه پلچکونه هم جوړشوې دي.هېره دې نه وي، چې د ياد سړک په پروژه کې د سيمې لسګونو کسانو ته د کار زمينه هم برابره شوې وه او د نوموړې سيمې د اوسېدونکو ترانسپورټي ستونزې هوارې شوې دي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *