
د افغاني سرې مياشت ټولنې د ترکيې له زلزله ځپلو سره د څلور نيم ميليونه افغانيو مرسته کړې.له يادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ،چې دا مرستې په کابل کې د ترکيې سفير جهاد ارګيناي ته د افغاني سرې مياشتې د رئيس په لاس سپارل شوې دي.د افغاني سرې مياشتې ټولنې مشر ((مطيع الحق خالص)) له جهاد ارګيناي سره په خبرو کې له ياد هېواد سره د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.نوموړي په خپلو خبرو کې ويلي ،چې دافغاني سره مياشتې ټولنه په دې سختو حالاتو کې له ترکيې سره څنګ په څنګ ولاړه ده.د يادونې وړ ده ،چې د ترکيې او سوريې له زلزلې ځپلو سره افغان حکومت هم پنځلس ميليونه افغانۍ مرسته کړې وه.