
په خوست کې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه سيمه کې، د نشه يي توکو پر ضد د لسو کلبونو ترمنځ د رزمي لوبې ترسره شوې.مسئولين وايي: په دې وروستيو کې ځوانانو سپورت ته مخه کړې او دوی هڅه کوي ،چې د مرکز ترڅنګ په بېلابېلو ولسواليو کې د ځوانانو لپاره سيالۍ برابرې کړي.په خوست کې د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ اړوند دوه سړکه سيمه کې، د نشه يي توکو پر ضد د لسو کلبونو ترمنځ د رزمي لوبې ترسره شوې ،چې شاوخوا شپيتو لوبغاړو برخه په کې اخيستې وه.د بدنې روزنې آمريت مسئولين وايي: هڅه کوي چې په ټولنه کې د نشه يي توکو د له منځه وړلو لپاره د مرکز په شمول په بېلابېلو ولسواليو کې د ځوانانو لپاره ورزشي سيالۍ برابرې کړي.د دې لوبو جوړونکي فيصل صالح وايي: له دغو لوبو يې موخه د ځوانانو ورزش ته هڅول او د نشه يي توکو د زيانونو په اړه دوی ته پيغام ورکول وو.((د دې لوبو څخه زموږ دا هدف و، چې ځوانان تشويق شي ورزش وکړي او د نشه يي توکو څخه لرې پاتې شي. موږ به په راتلونکې کې نور مسابقات هم جوړوو.))په خوست کې د رزمي لوبو مسئول جميل الماس هم وايي: په دې وروستيو کې ډېريو ځوانانو نشه يې توکو ته مخه کړې او په خبره يې، هغه ځوانان چې، سالم مصروفيتونه نه لري غواړي ورزش ته يې وهڅوي:((دوه سړکه بازار کې چې کومې لوبې نيول شوې وې دا د نشه يي توکو پر ضد وې، د دې لپاره هغه ځوانان چې بې دندې دي يا هغه ځوانان چې اوس يې مکتبونه رخصت شوي ، نو خدای مکړه چې دغه ځوانان په ناوړه کارونو اخته نه شي، د دې لپاره مو دغه لوبې په لاره اچولي.))ورته مهال د خوست وزرشي آمر عطاءالله شاه کډوال بيا وايي، په خوست کې ورزشي لوبې ښې روانې دي ،چې له کبله يې خوست لومړی مقام خپل کړی دی.نوموړي زياته کړه: د مرکز ترڅنګ د خوست په مختلفو ولسواليو کې د بېلابېلو لوبو سيالۍ روانې دي چې، موخه يې ورڅخه د ځوانانو ورزش ته هڅول او له ناوړه کارونو ساتل دي:((د آزادو سياليو لوبې چې اماتور وې هغه نيول شوې وې، د نشه يي توکو پر ضد. الحمدالله ځوانان اوس هڅېدلي ورزش ته، موږ هغه شعارونه ورکوو، چې د افغانستان او ملت په ګټه وي او هم پوهاوي وشي او ترڅنګ يې موږ يوه نتيجه لاسته ترې راوړې وي.))د يادولو ده ،چې په خوست کې په دې وروستيو کې د ورزش د بېلابېلو لوبو سيالۍ زياتې شوې، خو د دې لوبو لوبغاړي بيا له مسوولو ادارو څخه، د ورزشي لوبو لپاره د منظمو لوبغالو ترڅنګ د لازمو آسانتياوو غوښتنه کوي.