افغانستانخبرونهروغتیا

خوست کې د خوارځواکۍ د مخنيوي درې ‌ورځنی کمپاين پيل شوی

د خوست د عامې روغتيا رياست مسئولين وايي: په دې ولايت کې يې د يونيسف په مالي لګښت او د هدف موسسې په تخنيکي همکاري د اوسپنې، پوليک اسيد او منرالونو د ورکړې درې‌ورځني کمپاين پيل کړی دی.د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال عبدالرحمان زاهد وايي: ياد کمپاين وړمه ورځ پيل شوی او درې‌ ورځې به دوام وکړي. په ياد کمپاين کې په ۳۲۷ هيلف پوسټونو کې له پنځو کلونو څه باندې ۵۵ زره کم‌عمره ماشومانو او شاوخوا ۴۲ زره نجونو ته چې د لسو او نولسو کلونو ترمنځ عمر لري، اوسپنه، پوليک اسيد او منرالونه ورکول کېږي.په خوست کې د ټولنې په کچه د خوارځواکۍ پروګرام مسئول ډاکټر سيدانور وايي: دغه پروګرام په ټولنه کې د خوارځواکي د مخنيوي په موخه درې‌ورځني کمپاين پيل کړی دی.د نوموړي په وينا، په ۲۰۱۳م کال کې د شوې سروې له مخې، څه باندې ۴، ۴۰  څلوېښت اعشاريه څلور سلنه هغه مېرمنې چې ماشوم ته شيدې ورکوي او يا هم اميندواره دي، پر انيميا اخته دي او همدا لامل دی، چې پر خوارځواکي له اخته مور څخه زېږېدونکي ماشوم به هم پر خوارځواکي اخته وي.دی وايي: د دې لپاره چې ټولنې ته سالم ماشومان وړاندې شي، دوی دغه کمپاين پيل کړی او په ترڅ کې به يې ميندو ته اوسپنه، پوليک اسيد او ماشومانو ته منرالونه او ويټامينونه ورکړل شي.د ډاکټرانو په وينا، خوراځواکي په هغو انسانانو کې پيدا کېږي ، چې په سم ډول د اړتيا وړ خواړه ورته ونه رسېږي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *