افغانستانخبرونه

خوست کې د « انسينېټور» ماشين نصب شو

خوست کې د روغتيا نړيوال سازمان په همکارۍ د ۲۰ زره امريکايي ډالرو په لګښت د عامې روغتيا په رياست کې د انسينېټور ماشين نصب او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.د خوست د عامې روغتيا رياست مرستيال ډاکتر شيراګل ځدراڼ د باخترآژانس خبريال ته ويلي، چې د ياد ماشين په واسطه د بېلا بېلو ناروغيو لکه، HIV, HBS, HCV او توبرکلوز مضره توکي چې روغتيا ته زيان رسوي سوځول کېږي او د خطرناکو ناروغيو د خپرېدو مخه نيسي.نوموړي د روغتيا ساتنې په برخه کې د ياد ماشين نصب کېدل  مهمه لاسته راوړنه وبلله.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *