افغانستانخبرونه

خوست کې بېلابېلې ټولګټې پروژې پيل شوې

په خوست کې يونيسف ادارې دOCHR مؤسسې په همکارۍ د ۱۲ لکو امريکايي ډالرو په مالي لګښت ټولګټې پروژې پيل کړې.ځايي مسئول چارواکو وايي، چې پر دغو پيسو د څلورو ولسواليو لپاره د څښاک پاکو اوبو د ۱۳ سولري شبکو او د ۶۴۰ مبرزونو د پروژو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.حکومتي چارواکو ويلي، يادې پروژې به د خوست ولايت د اسمعيل خېلو مندوزيو، تڼيو، سپېرې او نادرشاه کوټ ولسواليو کې ۵۳۲۳ کورنيو لپاره ترسره شي،چې د ۱۲۰ کاري ورځو په موده کې به ۱۶۸۶۹ ماهرو او غيرو ماهرو کاريګرو ته د کار اومزدورۍ زمينه برابره کړي.د سپېرې ولسوالۍ لپاره ۱۰۰۰ لاسي کراچۍ، بېلچې، کثافت دانۍ او د روغتيا قوطيو د توزيع ترڅنګ به ورته د حفظ الصحې په برخه کې عامه پوهاوی هم ترسره شي.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *