افغانستانخبرونه

خلک : مسئولين دې په کور دننه د برېښنا د توليد لپاره کار وکړي

څه موده وړاندې د برېښنا پرچاوۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو، خو اوس يو شمېر هېوادوال د برېښنا د پرچاوۍ په کمېدو خوښي څرګندوي او له چارواکو غواړي ،چې په دې برخه جدي هڅې وکړي.د کابل اوسېدونکي عبدلقهار او عابد لله وايي: په دې وروستيو کې د برېښنا پرچاوي کمه شوې او له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د برېښنا د توليد په برخه کې جدي هڅې وکړي.(( په دې وروستيو کې برېښنا يو څه ښه شوې او کله چې له ازبکستان سره تړون نوی شو، د برېښنا پرچاوي کمه شوه. له مسئولينو غواړم ،چې په کور دننه د برېښنا توليد لپاره کار وکړي.))(( د خدای شکر، اوس په دې ورځو کې برېښنا يوه څه اندازه ښه شوې او موږ راضي يو.))بل لور ته د برېښنا شرکت مسئولين بيا په هېواد کې د برېښنا د پرچاوۍ کمېدو سبب له ازبکستان څخه د تړون له مخې د برېښنا واردول يادوي.د ياد شرکت وياند حکمت الله ميوندي وايي، چې د هېواد ۸۰ سلنه برېښنا وارداتي ده او پاتې شل سلنه له کورنيو توليداتو څخه پوره کېږي. (( په دې وروستيو کې د برېښنا وضعيت د ښه کېدو يوازنی علت دا دی چې اوس مهال موږ له ازبکستان څخه د تړون مطابق برېښنا تر لاسه کوو او د دې تر څنګ له کورنيو توليداتو هم اعظمي استفاده کېږي.))نوموړی دغه راز د راتلونکو پلانونو په اړه وايي: (( هڅه کوو چې ملي او نړيوالو سوداګر د برېښنا توليد پانګونې ته جلب کړو. له دوی سره مو خبرې دوام لري او په راتلونکو کلنو کې هڅه کوو ،چې له کورنيو توليداتو څخه زياته برېښنا ولرو.))د اقتصادي چارو شنونکي هم په هېواد کې د برېښنا د توليد په برخه کې په کور دننه د پروژو پيلېدو په برخه کې پر پانګونې ټينګار کوي.د اقتصادي چاروشنونکي تاج محمد تلاش وايي: حکومت کولی شي په څلورو سکتورنو کې لکه بادي، لمريزه، اوبو او ډبرو سکرو څخه برېښنا توليد کړي او د برېښنا په برخه کې پر ځان بسيا شي.(( دا برنامې د هېواد په داخلي عوايدو، ډونرانو، نړيوال بانک، د آسيايي انکشافي بانک او نورو بنسټونو په مالي ملاتړ د تطبيق وړ دي. په افغانستان کې لمريزه برېښنا تر ټولو غوره او مهمه تمامېدای شي.)) دا چې په اوسنۍ نړۍ کې له برېښنا پرته ژوند تر ډېرې کچې ناشونی دی، هېوادوال له حکومت څخه غواړي ،چې پر کور دننه داسې پروژې پلي کړي چې د برېښنا په برخه کې پر نورو تکيه ونه کړو.

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *