افغانستانخبرونه

خلک له حکومته د پاسپورت وېشلو پروسې د بيا پيل غوښتنه کوي

د هیواد ورځپاڼې ځانګړی راپور

د پاسپورت ترلاسه کول خلکو ته لوی سرخوږی شوی او خلک د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره شپې او ورځې سرګردانه ګرځي.
دوی وايي چې د پاسپورت اخيستل ورته ډېر ګران کار دی.
هره ورځ پاسپورت رياست ته په سلګونو تنه د پاسپورت ترلاسه کولو لپاره ورځي،چې څه وخت به وکولی شي پاسپورت ترلاسه کړي.
ځينې کسان وايي چې له ولايتونو څخه د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره کابل ته راغلی او شپې او ورځې به په هوټلونو کې سبا کوي تر څو وکولی شي پاسپورت ترلاسه کړي. دوی وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره راغلی چې د درملنې لپاره خپل ناروغان بهر ته بوزي.
او ځينې کسان بيا وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره په دې خاطر راغلی چې دکاروبار لپاره د ايران ويزه ترلاسه کړي.
او ځينې بيا وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره دلته راغلی،چې د خپل تجارت او کار وبار لپاره پاسپورت ترلاسه کړي.
دوی وايي چې د پاسپورت د ترلاسه کولو لپاره له کلونو راهيسې په دې پروسه کې ستونزې موجودې دي.
دغه کسان له حکومته د يادې ستونزې حلولو غوښتنه کوي او وايي چې د ولس غوښتنو ته دې جدي پاملرنه وشي.
دوی وايي چې پاسپورت اخيستل د هر هيوادوال مسلم حق دی،د پاسپورت رياست وياند نورالله پتمن وايي: موږ ترحده زيات کوښښ کوو تر څو د خلکو غوښتنو ته په وخت رسيدګي وکړو.
دی وايي چې د پاسپورت وېشلو پروسې د بيا پيل په اړه زموږ تخنيکي ټيمونه کوښښ کوي چې هيوادوالو ته په وخت او په آسانه توګه پاسپورت ورکړي.
ده زياته کړه: ياده پروسه د څه ستونزو له امله درېدلې او کوښښ کوو ترڅو زموږ تخنيکي ټيتونه يادې ستونزې حل ،هيوادوالو ته په وخت او په آسانه توګه د پاسپورت بهير بيا پيل کړي.
په تېر کې د پاسپورت په اخيستلو کې ډېرې ستونزې موجودې وې، خو تر اوسه د پاسپورت اخيستلو ستونزې نه دي حل شوې او د هيوادوالو غوښته دا ده چې ياده ستونزه د تل لپاره حل شي او په آسانه توګه پاسپورت ترلاسه کړي.
ذبيح الله نوري

Related Articles

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *